د هند په تریپوره ایالت کې سختو بارانونو ۱۰ کسه مړه کړي او ګڼ شمېر لادرکه دي
د هند په تریپوره ایالت کې د بارانونو له امله د پراخو ځاني او مالي زیانونو راپورونه ورکول کېږي، په بېلابېلو پېښو کې ۱۰ تنه مړه شوي او ګڼ نور لادرکه دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند په تریپوره ایالت کې د بارانونو له امله سېلابونه راوتلي او د خلکو ورځنی ژوند یې ګډوډ کړی دی.
د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، چې د سېلابي وضعیت له امله د دغه هېواد له ۸ ولسوالیو ۳۴ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ وتي دي.
په راپورونو کې راغلي، چې د سېلاب له امله شاوخوا زر کورونه هم زیانمن شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د سېلابونو له امله په بېلابېلو پېښو کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ په ګډون ۱۰ کسان مړه شوي دي.
د دې تر څنګ د حکومت لهخوا د خلکو د ژغورنې لپاره چارې ګړندۍ شوې دي.