ایران: د اسماعیل هنیه د وژنې غچ اخیستلو لپاره دښمن باید زموږ ځواب ته په تمه اوسي
د سپاه پاسداران ویاند وايي:« که ایران تر اوسه د هنیه د وژلو د غچ لپاره بېړنی ګام نه دی اخیستی مانا یې دا نه ده، چې موږ بې وسه یو؛ دښمن باید زموږ ځواب ته په تمه اوسي.»
ښاغلي علي محمد ناییني وويل:« د ايران ځواب ښايي د تېرو کړنو په څېر نه وي؛ وخت زموږ په لاس کې دى، د اسراييل پر وړاندې غبرګون ښايي اوږدمهاله او دوامداره وي.»
جنرال علي محمد وویل، د اسراییل حکومت د اسماعیل هنیه په وژنه کې ځانګړې موخې ټاکلې وې؛ خو هیڅ یې ترلاسه نه کړل بلکې د مقاومت جبهه یې لا پیاوړې کړه.
هغه زیاته کړه، چې په غزه کې د اوربند ملاتړ کوي؛ خو هر ډول سیاسي پرمختګونه د اسراییل پر وړاندې د غچ اخیستنې له حق سره هیڅ ډول تړاو نه لري.
تر دې وړاندې په روانې اګسټ میاشت کې امریکايي او برتانوي رسنیو ادعا کړې وه، چې ښايي ایران د اسماعیل هنیه د وژنې غچ اخیستو لپاره ډېر ژر پر اسراییل برید وکړي.
له بل پلوه د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل، چې «پر اسراییل د لوی برید لپاره باید چمتووالی ولرو.»
تر دې دوه ورځې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، چې د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ ایران د خپل امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع حق لري؛ نو له ایرانه د زغم تمه کول یوه غیر منطقي غوښتنه ده.