کانګو هیله لري، چې په راتلونکې اونۍ کې د بېزو د تڼاکو ناروغۍ لومړنی واکسین ترلاسه کړي
د کانګو روغتیا وزیر د دوشنبې په ورځ وویل، تمه لري چې د متحده ایالاتو او جاپان له ژمنو سره، سره د بیزو د چیچک (اېم پاکس) ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې د مرستې په برخه کې تر راتلونکې اونۍ د دغې ناروغۍ واکسین لومړی دوز ترلاسه کړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان تېره اونۍ د دغې ناروغۍ د خپرېدا له امله د دویم ځل لپاره د نړۍوال عامه روغتیا بېړنی حالت اعلان کړ.
د کانګو د روغتیا وزیر سیموېل راجر کامبا مولمبا د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې جاپان او متحده ایالاتو کانګو ته د واکسینونو ژمنه کړې.
هغه خبریالانو ته وویل:« موږ د متحده ایالاتو له حکومت سره خبرې اترې پای ته رسولي. زه هیله لرم، چې تر راتلونکې اونۍ پورې به واکسینونه راورسېږي.»
د جاپان د روغتیا، کار او هوساینې وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي، چې دوی د روغتیا نړۍوال سازمان او نورو شریکانو په همکارۍ کانګو ته د اېم پاکس واکسینونو برابرولو لپاره چمتوالی نیسي.
د واکسین نړۍوالې ډلې ګاوي تېره اونۍ وویل، چې د افریقا د مخ په زیاتېدونکې اېم پاکس ناروغۍ اغېزمنو هېوادونو ته د واکسین برابرول تر ۵۰۰ مېلیون ډالرو پورې لګښت لري.