د افریقايي هېوادونو مشران: په سوېلي افریقا کې شاوخوا ۶۸ میلیونه وګړي له وچکالۍ سره مخ دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۸

د ۱۶ افریقايي هېوادونو مشرانو خبرداری ورکړی، چې د افریقا په سوېل کې د ۶۸ میلیونو وګړو ۱۷ سلنه وګړي د «ال نینو» له امله د وچکالۍ له اغېزو سره مخامخ دي.

د روان کال له پیل راهیسې وچکالۍ کرنیز محصولات او مالدارۍ زیانمنې کړې او د خوراکي توکو د کمښت لامل شوې.

د ګډو دولتونو سازمان «سوېلي افریقا پرمختیايي ټولنې» د ۱۶ غړو هیوادونو مشران د شنبې په ورځ د زیمبابوې په پلازمینه کې سره راټول شوي چې د سیمه ییزو ستونزو په ګډون د خوړو خوندیتوب په اړه خبرې وکړي.

د دغه سازمان اجرایوي سکرتر الیاس مګوسي وویل، د ۲۰۲۴ کال د باران موسم له ننګونو ډک موسم دی او د سیمې ډیری سیمې د ال نینو یا موسمي بدلون د پدیدې له منفي اغېزو سره مخامخ دي.

هغه وروستۍ وچکالي په سوېلي افریقا کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو بده وچکالي ګڼلې ده.

ال نینو د نړۍ یو له خورا مشهور موسمي دورو څخه ده، چې له هرو دوو څخه تر اوو کلونو پورې په ټوله نړۍ کې د موسم ګډوډۍ لامل کیږي.

د افریقایي هیوادونو زیمبابوې، زامبیا او مالاوي لا له مخه په دغو هیوادونو کې د لوږې د ناورین اعلان کړی دی.

د انګولا ولسمشر جواو لورنکو او د سوېلي افریقا د پراختیايي ټولنې مشر وویل، چې سیمې د مئ په میاشت کې د ۵،۴ ملیارډوډالرو بشري مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې هیڅ مرسته ورسره نه ده شوې.

نور خبرونه

رادیو