پر لبنان او غزې د اسراییل بریدونه: د حماس یو چارواکي ژر هوکړې ته رسېدل یو «خیال» وباله

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۷

په قطر کې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره له خبرو اترو یوه ورځ وروسته، پر لبنان او غزې د اسرايیلو په دوو بریدونو کې ۳۰ کسان ووژل شول.

د حماس جګپوړي ویاند په راتلونکو ورځو کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو په اړه خوشبیني «یو خیال» بللی دی.

د لبنان په سویلي ښار نبطيه کې پر یوې ودانۍ د اسراییلو په برید کې د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

قربانیان ټول د سوریې وګړي دي.

د اسراییلو پوځ ويلي، چې په دې هوايي برید کې یې د حزب الله وسله والو د وسلو یو ګودام په نښه کړی دی.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې روانې دي.

په غزه کې د اوربند د ټینګولو او د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه له دوو ورځو خبرو اترو وروسته، د دغو خبرو منځګړو درې واړو هېوادونو اعلان وکړ، چې امریکا په دې برخه کې نوی وړاندیز کړی دی.

امریکا، مصر او قطر د دوحې خبرې «رغنده او جدي» بللې دي.

په ورته وخت کې د حماس لوړپوړي ویاند سمیع ابوزهري په راتلونکو ورځو کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو په اړه خوشبیني «یو خیال» بللی دی.

هغه وویل، چې اسراییل «د موافقې چانس له منځه وړي او امريکا د هغوی د کړنو ملاتړ کوي.»

د حماس دغه لوړپوړي چارواکي ټینګار وکړ: «موږ د یوې موافقې یا رښتیني خبرو اترو په لور نه یو روان، بلکې د امریکا د حکمونو د تحمیلولو په لور روان یو.»

تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې منځګړو له اسراییل غوښتي، چې راتلونکې اوونۍ د کړکېچ له زیاتېدو ډډه وکړي.

په همدې حال کې امریکايي او سیمه ییزو چارواکو ایران ته خبرداری ورکړی، چې که د اسماعیل هنیه د وژنې په غچ کې پر اسراییلو برید وکړي له ناوړه عواقبو سره به مخ شي او په غزه کې د اوربند خبرې اترې به هم ودرول شي.

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د ایران له چارواکو سره ټیلیفوني خبرې کړي او له هغوی یې غوښتي، چې د خبرو اترو د له منځه وړلو د مخنیوي په خاطر پر اسراییلو له احتمالي برید څخه ډډه وکړي.

نور خبرونه

رادیو