د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې د غزې په ماشومانو کې د ګوزڼ ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت شوې
د فلسطین د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ د (زمري په ۲۶ مه) په غزې تړانګه کې د ماشومانو د ګوزڼ د یوې پېښې منښته کړې. هممهاله د ملګرو ملتونو سازمان د غزې د ماشومانو لپاره د ګوزڼ ضد د ۶۴۰ زره واکسینونو غوښتنه کړې.
د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا، په غزې تړانګه کې یو لس میاشتینی ماشوم په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوی دی.
ملګرو ملتونو ویلي، چې په غزه کې د دغې وبايي ناروغۍ د مخنیوي له پاره د لس کالو څخه کم عمره ماشومانو له پاره په دوو پړاونو کې د واکسین کمپاین اړین دی.