روسیه: اوکراین په کرسک سیمه کې د امریکا هیمارس توغندی کارولی دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۷

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې اوکراین د روسیې د خاورې پر کرسک سیمې برید کې د امریکا هیمارس توغندی کارولی دی.

د اوکرایین د پوځ قوماندان الکساندر سیرسکي وویل، چې د دغه هېواد ځواکونو د جمعې په ورځ د روسیې د کرسک په ځینو سیمو کې د یو او درې کیلومترو ترمنځ پرمختګ کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم وویل، چې د دغه هېواد ځواکونو په کرسک سیمه کې خپلې پوستې پیاوړي کړي دي.

له بلې خوا، د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونو د کرسک په سیمه کې د اوکراین څو بریدونه شنډ کړي دي.

دغه وزارت د کومې سیمې د بېرته نیولو په اړه راپور نه دی ورکړی.

په تېرو ورځو کې روسیې ویلي و، چې «اوکراین د کرسک په سیمه کې امریکايي تسلیحات کارولي دي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل، چې اوکراین د کرسک په سیمه کې د «سیم» پل د ویجاړولو لپاره د هیمارس توغندي کارولی دی.

امریکايي هیمارس توغندي چې اوکراین ته ورکړل شوي دي شاوخوا ۸۰کیلومتره لرې واټن ویشتلای شي.

اوکراین د زمري په ۱۶مه پر کورسک خپل برید پیل کړ.

دا برید له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته پر روسیې د یو بهرني ځواک تر ټولو لوی برید دی.

اوکراین ویلي، چې په کرسک کې یې د یو زرو ۱۵۰ کیلومتره مربع مساحت سره تر ۸۰ زیات ښارګوټي نیولي او ۳۵ کیلومتره پرمختگ یې کړی دی.

روسیه هم د اوکراین پر ۱۸ سلنه خاوره واک لري.

د شنبې په ورځ، د روسیې دفاع وزارت اوکراین په دې تورن کړ چې د کورسک اټومي بټۍ باندې د برید پلان لري او ګواښ یې وکړ چې د داسې احتمالي برید په وړاندې، چې پراخه سیمه به ککړه کړي، سخت ځواب ورکوي.

نور خبرونه

رادیو