په مرکزي غزه کې د اسراییلي پوځ د یو برید په پایله کې د یوې کورنۍ ۱۷ غړي وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۷

د رویټرز خبرې اژانس د فلسطین د روغتايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د اسراییلو دغه برید د غزې پر زویدا ښارګوټي شوی دی.
د برید له امله ۱۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې همداراز راغلي، چې د دغه برید ټول قربانیان د یوې د یوې کورنۍ غړي دي.
په وژل شویو کسانو کې اته ماشومان او څلور ښځې شاملې دي.
بل خوا د اسراییل پوځ بیا ویلي، چې د برید له راپورونو خبر دي او په اړه یې پلټنې کوي.
د اسراییلو په دغه تازه برید کې د قرباني شوې کورنۍ ګاونډی ابو احمد حسن وايي:« د ماشومانو په ګډون د یادې کورنۍ ټول غړي ویده وو، چې دریو توغندیو د دوی ځای په نښه کړ.»
ابو احمد وایي:«د کور خاوند یو مشهور سوداګر و، دلته هېڅ کوم پوځي فعالیت شتون نه درلود.»
د اسراییل د پوځ ویاند د شنبې په ورځ پر اېکس د مرکزي غزې اوسیدونکو ته لارښونه کړې وه، چې دا سیمه پرېږدي او زیدا ته نږدې د غزې مغاز سیمې ته پناه یوسي.
نوموړي ویلي و، چې وسله والو له يادو ځايونو راکټونه توغولي او د اسراییل پوځ يې پر وړاندې د عملياتو چمتووالی نيسي.
رویټرز په خپل راپور کې ویلي؛ دوی دا نه شي تاییدولی چې د زیدا ښار د دغه سیمو اوسیدونکو د اسراییلو د پوځ خبرداری تر لاسه کړی او که نه.
خو د سیمي د خلکو له قوله یې ویلي، چې زرګونه کسان له سیمي څخه د وتلو په حال کې دي.
د جمعې په ورځ د سویلي ښار خان یونس دوه برخې چې اسراییل د بشردوستانه زون په توګه اعلان کړې وې د اسراییل د پوځ له خوا خطرناک وبلل شوې او خلکو ته یې د وتلو امر وکړ او زیاته یې کړه، چې اورپکو په منظمه توګه له هغه ځایه راکټونه ویشتلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د غزې نږدې ټول اوسېدونکي د اسراییلو د ۱۰ میاشتني برید له امله بې ځایه شوي او د دې سیمې ډیره برخه هم ویجاړه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو