محمود عباس: د منځني ختیځ د کړکېچ په هواري کې د روسیې څنډې ته کول، موږ ته د منلو نه دي
د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي:« موږ به په هیڅ ډول د منځني ختیځ د کړکېچ په هواري کې د روسیې څنډې کولو ته اجازه ور نه کړو.»
ښاغلي عباس روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د روسیې له خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې روسیه یو رښتینی منځګړی دی او باید په منځني ختیځ کې د سولې په خبرو کې رغنده برخه ولري.
د فلسطین ولسمشر وویل، چې امریکا غواړي روسیه په منځني ختیځ کې د سولې له خبرو لیرې وساتي.
د هغه په وینا، روسیې تل هڅه کړې چې د منځني ختیځ ستونزه په سولهییزه توګه هواره کړي.
محمود عباس وویل، چې دوی به په هیڅ توګه د منځني ختیځ د کړکېچ په هوارولو کې د روسیې ګوښه ساتل ونه زغمي.
هغه زیاته کړه، چې روسیه د نړۍوالو قوانینو له مخې د منځني ختیځ په شخړه کې روښانه دریځ لري.