د امریکا د څېړنو فډرالي اداره وايي د کاملا هریس د کمپاین پر دفتر سایبري برید شوی
د ډیموکراټ ګوند احتمالي نوماندې کاملا هریس د کمپاین مرکزي دفتر ویلي، چې د امریکا د څېړنو فډرالي ادارې ورته تېره میاشت د کمپاین پر دفتر د بهرني سایبري برید راپور ورکړی. تر دې مخکې د ډونالډ ټرمپ ټاکنیز کمپاین د سایبري برید له لارې په نښه شوی و.
د میرمن هریس د ټاکنیز کمپاین دفتر د سه شنبې په ورځ وویل چې فډرالي پولیسو (ایف بي ای) ورته ویلي چې «یوه بهرني لوبغاړي غوښتل چې د دوی سیسټم ته دننه شي.»
ورته مهال د کاملا هریس مرکزي دفتر چارواکو ویلي چې دغه ټاکنیز دفتر د قوي سایبري امنیت څخه برخمن دی، او دوی د سایبري برید له امله رامینځته شوي کومې نیمګړتیا څخه خبر نه دي.
ایف بي ای د کاملا هریس پر ټاکنیز دفتر د سایبري برید په اړه څه نه دي ویلي، خو د دوشنبې په ورځ (زمري ۲۲مه) یې وویل، چې د ډونالډ ټرمپ پر مرکزي دفتر د سایبري برید په اړه څېړنې کوي.
د ډونالډ ټرمپ ټاکنیز دفتر ویلي و چې په ایران پورې تړلو هکرانو پر دغه دفتر سایبري برید کړی دی.
مخکې له دې، مایکروسافټ شرکت ويلي و، چې د دغه شرکت څېړونکو د امریکا د ټاکنیزو کمپاینونو د لوړپوړو چارواکو پر حسابونو د ایراني هکرانو د بریدونو راپور ورکړی.