جرمني له سویس، پولنډ او چک جمهوریت سره د خپلو ځمکنیو پولو کنټرول تمدیدوي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر له سویس، پولنډ او چک جمهوریت سره د دغه هېواد د پولو د کنترول لپاره د پناه غوښتونکو د قاچاق او نا قانونه کډوالۍ د مخنیوي په موخه دغه اقدامات بریالي وبلل.

نانسي فایزر وویل، چې د پولې کنټرول به د اړتیا په صورت د لړم له ۲۵ مې وغځوي.
هغې وویل، چې دا پروګرام به شاید د اروپا د پناه غوښتنې د نویو قوانینو تر پلي کېدو پورې دوام وکړي.
د تېر کال په ډسمبر کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د پناه غوښتونکو او کډوالو د ناقانونه ننوتلو د ستونزې د حل لپاره پر نویو قوانینو هوکړه وکړه. دا تړون چې له شاوخوا یوې لسیزې سختو جنجالونو وروسته لاسلیک شوی، ښایي د ۲۰۲۵ کال تر پایه په بشپړه توګه عملي شي.
جرمني تېر کال له سویس، پولنډ او چک جمهوریت سره په خپلو ځمکنیو پولو کې د پناه غوښتونکو د زیاتوالي په غبرګون کې سخت کنټرول وضع کړل.
د جرمني د کورنيو چارو وزير د سې شنبې په ورځ د پولنډ پر پوله د گويرليتز په ښار کي وويل، چي د جرمني د پولو د کنترول پروگرام د ناقانونه کډوالۍ او انساني قاچاقبرانو سره په مبارزه کي ډېر اغېزمن و. هغې زیاته کړه: «زما لپاره، د پولو کنټرول به تر هغه وخته دوام ومومي چې اړتیا وي.»
د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې برلین به د خپلو پولو د کنټرول د غځولو په اړه اروپايي کمېسیون ته خبر ورکړي.