بریتانوي رسنۍ وايي، ایران ښايي په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې پر اسراییل برید وکړي
د بریتانوي رسنیو له مخې، ايران په ۲۴ ساعتونو كې په اسراییل برید کولای شي. په منځني ختیځ كې د چارواكو په باور، په اسراییل د برید وخت رارسېدلی دی. د امریکا له لوري هم ویل شوي، چې ښايي په روانه اونۍ کې د ایران له لوري پر اسراییل لوی برید وشي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې پر اسراییل د لوی برید لپاره چمتووالی لري.
جان کربي وویل، امریکا په سیمه کې د الوتکو وړونکې بېړۍ او اوبتلونه هم ځای پر ځای کوي چې په لارښود توغندیو سمبال دي.
له بلې خوا د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، چې اسراییل په ایران کې د فعالیتونو څارنه کوي.
د ایران په پلازمینه تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه او د لبنان په پلازمینه بیروت کې د حزب الله د قومندان فواد شکر تر وژنې وروسته ایران او حزب الله پر اسراییل د غچ اخیستو اعلان کړی دی.
د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، اسراییل له خپل ځانه دفاع کولای شي او امریکا د خپل ځان په دفاع کې له اسراییل سره مرسته کوي.
د سپاه پاسداران ویاند ویلي، چې د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژلو غچ به هرو مرو واخیستل شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په منځني ختیځ کې د کړکېچن وضعیت په پام کې نیولو سره له عراق څخه د امریکايي پوځیانو د بشپړ وتلو امکان شته.
د ایراني رسنیو په وینا، د عراق د بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اونۍ امریکا ته ځي چې رسمي اعلان به یې په واشنګټن کې وشي.