لوېدیځو مشرانو ایران ته خبرداری ورکړی، چې د اسراییل پر وړاندې دې پوځي ګواښونه 'ودروي'

د امریکا ولسمشر جوبایډن، د فرانسې، جرمني، اېټالیا او بریتانیا مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د دوشنبې په ورځ په ایران غږ وکړ، چې د اسراییل پر وړاندې دې پوځي ګواښونه ودروي.

دوی وایي، په اسراییل احتمالي برید په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې د شونتیا وېره رامنځته کړې ده.

له بل پلوه د بريتانيا لومړي وزير کې‌ير سټارمر د دوشنبې په ورځ د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره په ټليفوني خبرو کې له هغه څخه وغوښتل، چې پر اسراییل له بريده ډډه وکړي.
هغه ویلي، چې جګړه د هيچا په ګټه نه ده.
سټارمر د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې د ایران ولسمشر ته وویل، چې د دواړو هېوادونو تر منځ رغنده خبرې اترې یوازې هغه وخت پرمخ بېول کېدای شي چې ایران «خپل بې ثباته کوونکي اقدامات ودروي».
خو ایران او حزب الله ژمنه کړې، چې په تهران کې د حماس د سیاسي مشر او په بیروت کې د حزب الله د یوه قوماندان د وژلو غچ اخلي.
ورته مهال د بریتانوي رسنیو له مخې، ايران په ۲۴ ساعتونو كې په اسراییل برید کولای شي.
په منځني ختیځ كې د چارواكو په باور، په اسراییل د برید وخت رارسېدلی دی.