ملګرو ملتونو د ځوانانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان ۶۳ سلنه وګړي ځوانان دي

ملګرو ملتونو د اګسټ ۱۲مه د ځوانانو د نړۍوالې ورځې په پار ویلي، چې د افغانستان ۶۳ سلنه برخه ځوانان جوړوي.

ملګرو ملتونو سږکال د دې ورځې لپاره "د انټرنېټې لارو په وسیله د دوامداره پرمختګ" موضوع ټاکلې ده.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي؛ سره له دې چې افغانستان له سیاسي بې ثباتۍ او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، خو بیا هم د دې هېواد ځوانان د پام وړ انعطاف پذیره او د کار د رامنځته کولو په برخه کې لوړه روحیه لري.
د راپور له مخې؛ په افغانستان کې ځوانان په بېلابېلو برخو هم ځان او هم نورو ته کاري فرصتونه برابروي.
ملګرو ملتونو دغه راز ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د خپلو نړۍوالو شریکانو په همکارۍ سره د ښځو په رهبرۍ د ۷۵ کوچنیو کار و بارونو ملاتړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د اطلاعات و او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت په هرات ولایت کې د ځوانانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت (په انلاین نړۍ کې ازاد کار) تر نامه لاندې تخصصي بهیر پرانېست.
په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته زرګونه ځوانان له سخت اقتصادي وضعیت، وزګارۍ، بې سارې کډوالۍ او بېلابېلو نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
له افغانستانه د ځوانانو وتل تر هغه وروسته نور هم زیات شوی، چې په دولتي ادارو کې د طالبانو له خوا د لوستو او تجربه لرونکو کسانو پر ځای د یادې ډلې بې تجربې او نالوستي غړي ځای پر ځای کیږي.