اسراییل په غزه کې د اوربند د خبرو د بیا پیلولو سره هوکړه وکړه
د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د امریکا، قطر او مصري منځګړیو په غوښتنه اسراییل (د اګست په ۱۵مه) د غزې د اوربند خبرې بیا پیلوي.
دغه دفتر په یوه بیان کې ویلي:« د امریکا د منځګړیتوب له وړاندیز سره سم، اسراییل به (د اګست په ۱۵مه) د خبرو اترو یو پلاوی د هوکړې لپاره واستوي.»
امریکا، مصر، قطر او اسراییل حماس ته بلنه ورکړې، چې راتلونکې اوونۍ خبرې بیا پیل کړي.
د درېيو منځګړو هېوادونو د مشرانو په يوه اعلاميه کې اسراييل او حماس ته بلنه ورکړل شوې چې (د اګست په ۱۵مه) په دوحه او قاهره کې د اوربند خبرې بيا پيل کړي.
ورته مهال د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د پنجشنبې په ورځ د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالنټ سره د ټیلفون په کرښه په منځني ختیځ کې د اسراییل د دفاع او په غزه کې د اوربند په اړه د امریکا د ګامونو په اړه خبرې وکړې.
اسټین ویلي:« د امریکا اېف ۲۲ چې تازه سیمې ته رسېدلي د تېري د مخنیوي، د اسراییل د دفاع او په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د ساتنې او خوندیتوب لپاره کار کوي.»
هغه زیاته کړه:« ما په غزه کې د اوربند د یوې هوکړې په اهمیت هم ټینګار وکړ، چې له مخې یې یرغمل شوي بندیان خوشې شي.»