په غزه کې د اسراییل د بریدونو له امله ۴۰ فلسطینیان ووژل شول

اسراییلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژلي دي. فلسطیني چارواکي وایي، داسې ښکاري چې اسراییل په سیمه کې د احتمالي پراخې جګړې لپاره تیاری نیسي.

اسراییلي الوتکو د غزې په مرکزي البوریج پنډغالي کې په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي او د النصیرات پنډغالي ته نږدې بیا څلور تنه نور وژل شوي دي.
د اسراییلي الوتکو په یوه بل برید کې د غزې د شمالي څنډو په سیمه کې پر یوه کور بمبار کړی، چې له امله یې پنځه فلسطینیان وژل شوي او په سوېلي ښار خان یونس کې په یوه بل هوايي برید کې یو کس وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
له هغو وروسته د پنجشنبې په ورځ د غزې ښار په ختیځ کې په دوو ښوونځیو د اسراییل په بریدونو کې ۱۵ فلسطینیان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د اسراییل پوځ ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په غزه کې لسګونه پوځي هدفونه په نښه کړي دي.
د غزې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه تازه راپور کې وویل، چې د تېر کال د اکټوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۹۶۹۹ فلسطینیان وژل شوي دي.