ملګري ملتونه: د نړۍ په ۹۰ هېوادونو کې ۴۷۶ ملیونه بومي وګړي ژوند کوي

ملګري ملتونه وايي، د تاریخ په اوږدو کې د بومي وګړو حقونه تر پښو لاندې شوي دي، بومي وګړي په اوسنۍ نړۍ کې ترټولو زیانمنوونکې ډلې دي.

د بومي وګړو د نړۍوالي ورځې په مناسبت ملګري ملتونو ویلي، چې د دوی د حقونو د ساتنې او د دوی د جلا، جلا کلتورونو او د ژوند د بڼې د ساتلو لپاره ځانګړي اقداماتو ته اړتیا ده.

د اګسټ ۹مه د بومي خلکو نړۍواله ورځ ده.
ملګري ملتونه وايي، د نړۍ په ۹۰ هېوادونو کې ۴۷۶ مېلیونه بومي وکړي ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې دغه بومي وګړي د نړۍ په ۷۰۰۰ بېلابېلو ژبو خبرې کوي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې د یادو بومي وګړو د حقونو په اړه اندېښنه ښودل شوې.
همدارنګه د ملګرو ملتونو سرمنشي د بومي وګړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وايي:« چې نن او هره ورځ، نړۍ باید د بومي وګړو د حقونو تر شا ودرېږي؛ تر څو خپل راتلونکی په خپله جوړ کړي. راځئ په ګډه د دوی د حقونو ساتنه وکړو، چې په سوله کې ژوند وکړي.»
ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي، چې د بومي وګړو شاخوا ۲۰۰ ډلې اوس‌مهال په داوطلبانه انزوا او لومړنۍ اړیکه کې ژوند کوي.
دوی په بولیویا، برازیل، کولمبیا، اکوادور، هند، اندونیزیا، پاپوا نیو ګیني، پیرو او وینزویلا کې په لېرې پرتو ځنګلونو کې ژوند کوي چې طبیعي زېرمې لري.
دوی د نورې نړۍ څخه جلا ژوند غوره کوي او د دوی د خوځښت بڼه دوی ته اجازه ورکوي، چې په راټولولو او ښکار کې برخه واخلي، په دې توګه د دوی کلتور او ژبې خوندي کوي.
د دوی په طبیعي استوګنځي کې هر ډول بدلون کولای شي د انفرادي غړو بقا او په ټوله کې ډله دواړه زیانمن کړي.
سره له دې چې د دوی د خپلواکۍ حق لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې د بومي وګړو د حقونو په اړه بیان شوی، بومي وګړي په داوطلبانه انزوا او ابتدايي تماس کې د ځانګړو ننګونو سره مخ دي چې ډېری وختونه د اوسنۍ نړۍ له‌خوا له پامه غورځول کېږي.
ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ د بومي وګړو نړۍواله ورځ "په داوطلبانه انزوا او ابتدايي اړیکو کې د ځایی خلکو د حقونو پر ساتنه" تمرکز کوي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، دوی په داوطلبانه انزوا او ابتدايي تماس کې ځایي خلک او د ځنګل غوره ساتونکي دي.

دوی د نړۍ د نفوس له ۶ سلنې څخه کمه برخه جوړوي؛ مګر لږ تر لږه د ۱۵ سلنې تر ټولو بې وزله خلک همدوی دي.
دوی د نړۍ په اټکل شويو ۷۰۰۰ ژبو خبرې کوي او د ۵۰۰۰ مختلف کلتورونو استازیتوب کوي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې بومي وګړو د کلونو راهیسې د دوی د هویت پېژندلو، د ژوند کولو طریقې او د دودیزو ځمکو، سیمو او طبیعي زېرمو د حق غوښتنه کړې؛ خو د تاریخ په اوږدو کې د دوی حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، نړۍواله ټولنه اوس په دې پوهېږي چې د دوی د حقونو د ساتنې او د دوی د جلا کلتورونو او د ژوند طرز ساتلو لپاره ځانګړي اقداماتو ته اړتیا ده.