د بښنې نړۍوال سازمان: د اسراییل په زندانونو کې د ماشومانو په ګډون ۹۵۰۰ فلسطینیان بندیان دي

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، د جنسي تیري په ګډون د اسراییل په زندانونو کې د فلسطینیانو سره «ظالمانه نا انساني» چلند کېږي. دغه سازمان په اېکس پاڼه کاږلي، دا مهال د سلګونه ماشومانو په ګډون شاوخوا ۹۵۰۰ فلسطینیان د اسراییل په بند کې دي.

دغه سازمان لیکلي، د ۲۰۲۳ کال (د اکټوبر له ۷مې) راهیسې د لویدیځې غاړې په اوږدو کې اسراییل خپلسري نیونې او د ربړونې «وحشتناکه» قضیو ته دوام ورکوي.
دغه سازمان زیاته کړې، اسراییل باید د سره صلیب نړۍوالې کمیټې ته اجازه ورکړي چې له زندانونو او توقیف ځایونو څخه لیدنه وکړي او د فلسطیني بندیانو وضعیت وڅاري.
دغه سازمان د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې له اسراییله غوښتي، ټول هغه فلسطینیان چې په خپلسري توګه نیول شوي باید ژر تر ژره خوشې شي.
له بل پلوه د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر اسراییل ته خبرداری ورکړی، چې د فلسطینیانو قصدي لوږه "جنګي جرم" دی.
جوزپ بورېل په اېکس پاڼه په یوې لیکنه کې د اسراییل د مالیې وزیر سموتریچ له‌خوا وروستی بیان "له شرمه ډک" وباله.