سعودي عربستان: په تهران کې د اسماعیل هنیه وژنه د ایران له ملي واکمنۍ څخه جدي سرغړونه ده

سعودي عربستان وايي، په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه وژنه د ایران له ملي حاکمیت څخه جدي سرغړونه ده.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ولید الخورجي د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په وینا کې وویل، چې دوی د هر هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا، ملي واکمنۍ او کورنیو چارو کې لاسوهنه ردوي او د اسماعیل هنیه وژنه د ایران پر ځمکنۍ بشپړتیا جدي سرغړونه بولي.
د اسلامي همکاریو سازمان په یوه ګډه اعلامیه کې اسراییل د اسماعیل هنیه د وژنې مسوول بللی دی.
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه (د جولای په ۳۱مه) په تهران کې په توغندیز برید کې ووژل شو.
اسراییل او امریکا د دغه برید پړه پر ایران اچولې ده.
د اسماعیل هنیه له وژنې وروسته یحیی السنوار د حماس د سیاسي دفتر د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.