د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ایران او اسراییله وغوښتل، چې له تاوتریخوالي دې ډډه وکړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له اسراییل او ایرانه غوښتي، چې د جګړې څخه دې ډډه وکړي. انتوني بلېنکن وویل، چې دغه پیغام یې تل ابېب او د امریکا د ملاتړو لهخوا یې تهران ته استولی دی.
د حماس د سیاسي دفتر د مشر تر وژلو وروسته، ایران اسراییل ته پر له پسې توګه ګواښونه کوي.
انتونی بلېنکن د سه شنبې په ورځ (د زمري په ۱۶مه) د امریکا په اناپولیس ښار کې د امریکا او استرالیا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو تر لیدلو وروسته خبریالانو ته وویل چې: «هیڅوک باید د جګړې اور ته لمن و نه وهي. موږ د ډ یپلوماسۍ له لارې د خپلو همکارانو په ملتیا دغه پیغام ایران ته لېږلی دی او دغه راز مو دغه پیغام نیغ په نیغه اسراییلي لوري ته هم رسولی دی.»
بلېنکن په دغې خبري ناسته کې وویل، چې امریکا د ترهګرو ډلو او د هغوی د ملاتړو پر ضد د اسراییل سره څنګ په څنګ ولاړه ده.
هغه خبرداری ورکړ، چې د بریدونو زیاتوالی په سیمه کې تاوتریخوالی او نا امني زیاتوي چې ورسره به دا چاره د ټولو په زیان تمامه شي.
په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته ایراني لوري ګواښ کړی، چې غچ به اخلي خو د حماس ډلې د دغه مشر تر وژل کېدو یوه اوونۍ وروسته لا هم د ایران، حزب الله، حماس او حوثیانو لهخوا کوم ګام نه دی اخیستل شوی.
د راپورونو له مخې، یوازې د عراق په لویدیځ کې د عین الاسد په پوځي اډې د ایراني پلوه ډلو لهخوا بریدونه شوي چې له امله یې څو تنه امریکايي سرتېري ژوبلېدلي دي.
د دغې پېښې په غبرګون کې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین خبرداری ورکړ، چې امریکا به په خپلو ځواکونو د برید زغم و نه لري.
نوموړي د اناپولیس په ښار کې د امریکا او اسټرالیا د دفاع د وزیرانو په ګډه خبري ناسته کې وویل: «تېروتنه و نه کړئ، متحده ایالات په سیمه کې پر خپلو ځواکونو بریدونه نه شي زغملای.»
ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني تر وژلو وروسته هم پر دغې اډې توغندیز بریدونه کړي وو، چې مرګ ژوبله یې نه وه اړولې.