ترکیه د هاګ له محکمې سره د اسراییل په وړاندې د غزې د نسل وژنې د قضیې په تړاو یو ځای شوه
ترکیې د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول هاګ ته د اسراییل په وړاندې د نسل وژنې په قضیه کې د سویلي افریقا شکایت کې د ګډون غوښتنه وکړه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویلې، چې هېواد به یې د دې قضیې د تعقیب لپاره پوره هڅه وکړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې «نړۍواله ټولنه باید د نسل وژنې د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي او پر اسراییل او پر ملاتړو یې لازم فشار راوړي.»
په هاګ کې د دغه هېواد د سفیر سلجوق اونال او په پارلمان کې د عدالت او پراختیا د ګوند د غړي جونیت یوکسل په ګډون د ترکیې یوه پلاوي د چهارشنبې په ورځ ( د زمري ۱۷مه) د عدالت نړۍوالې محکمې ته د ترکیې غوښتنه وړاندې کړه.
تر دې وړاندې نیکاراګوا، کولمبیا، لیبیا، مکسیکو، فلسطین او هسپانیې هم د اسراییل خلاف د نسل وژنې په قضیه کې د جنوبي افریقا په شکایت کې برخه اخیستې وه.
دغه شکایت د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د جنوبي افریقا له خوا د عدالت نړۍوالې محکمې ته سپارل شوی و. سویلي افریقا وايي، اسراییل د نسل وژنې په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون له مخې له خپلو مکلفیتونو سرغړونه کړې.
د هاګ محکمې ته د دې غوښتنې له وړاندې کولو مخکې جونیت یوکسل خبریالانو ته وویل، چې ترکیې له پیل راهیسې دا قضیه له نږدې څارله.
هغه ټینګار وکړ، چې اسراییل د عدالت د نړیوالې محکمې پخوانیو موقت دستورونو ته ژمن نه دی او قوانینو ته له پاملرنې پرته یې عمل کړی دی.
د جنورۍ په میاشت کې د عدالت نړۍوالې محکمې اسراییل ته امر وکړ، چې د هر هغه عمل څخه ډډه وکړي چې د نسل وژنې کنوانسیون لاندې راځي او ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی ځواکونه د فلسطینیانو په وړاندې نسل وژنه نه کوي.
اسراییل په پرله پسې ډول د نسل وژنې تورونه بې اساسه بللي او د هاګ په محکمه کې یې استدلال کړی چې په غزه کې د دوی نظامي عملیات د ځان دفاع او د حماس ځواکونو په نښه کول دي، چې د تېر کال د اکتوبر په اوومه یې په اسراییل برید وکړ او یو زرو ۲۰۰ اسراییلیان او بهرني اتباع یې ووژل.
د سویلي افریقا د نسل وژنې د قضیې د ملاتړو په وینا، د شاوخوا ۴۰ زره فلسطینیانو وژنه چې ډېری یې ملکي وګړي دي او د غزې په پراخه کچه ویجاړتیا د نسل وژنې بیلګې دي. دوی د اسراییل د حکومت د لوړ پوړو چارواکو وینا ته هم اشاره وکړه، چې ځینو یې د غزې د خلکو د ډله ییزې وژنې او شړلو دفاع کړې ده.