د حزب الله مشر: پر اسراییل به ډېر ژر برید وشي
د حزب الله مشر حسن نصرالله ویلي، چې پر اسراییل برید ډېر ژر کېدونکی دی او د برید د وخت په اړه ناڅرګندتیا اسراییل ته د سزا یوه برخه ده.
د عربي رسنیو په وینا حسن نصرالله په یوه بیان کې ویلي، چې اسراییل غواړي د لبنان په فضا کې د جنګي الوتکو پر مټ د صوتي خنډ په ماتولو سره وېره خپره کړي.
هغه وایي، یوه خبره څرګنده شوه چې نتنیاهو په غزه کې اوربند نه غواړي.
هغه زیاته کړې:« کېدای شي موږ اسراییل ته په یوازیتوب سره ځواب ورکړو، دا هم کېدای شي چې موږ به له ټولې مقاومتي ډلې سره یوځای اسراییل ته ځواب ورکړو، اسراییل به زموږ سخت ځواب وویني.»
حسن نصرالله وویل، چې په شمال کې د اسراییل د کیمیاوي او خوراکي توکو کارخونې له نیم ساعت څخه په کمه موده کې له منځه تلای شي.
د هغه په وینا، د اسراییل په برید کې د قومندان فواد شکر او اسماعیل هنیه وژنه د حزب الله او حماس لپاره ستر زیان وباله.
له بلې خوا د حسن نصرالله له څرګندونو وروسته د اسراییل په ښارونو کې د خطر زنګ وکړنګول شو.