د بنګله دېش د زدهکړیالانو غورځنګ د پوځي واکمنۍ د نه منلو په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل
په بنګله دېش کې د حسينه واجد پر ضد د لاريون کوونکو زدهکړیالانو د غورځنګ مشرې ناهيد اسلام په دغه هېواد کې د پوځي حکومت له منلو انکار کړی دی. د زدهکړیالانو د غورځنګ مشرې ناهید اسلام ویلي، چې په بنګله دېش کې د پوځ په ملاتړ حکومت نه مني.
د زدهکړیالانو د غورځنګ مشرانو ناهید اسلام، اصف محمود او ابوبکر مظلومیار د یوه ویډیويي پیغام له لارې د لنډمهالي حکومت طرحه خپره کړه او د نوبل د جایزې د ګټونکي ډاکټر محمد یونس په مشرۍ یې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.
ناهيد اسلام وويل، چې زدهکړیالانو له ډاکټر يونس سره خبرې کړې او هغه هم د لنډمهاله حکومت لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د هغې په وینا، نور نومونه به نن سهار اعلان شي.
د زدهکړیالانو د غورځنګ مشرې ناهید اسلام ویلي، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د بنګله دېش لنډمهاله حکومت جوړ شي.
له دې وړاندې ناهید اسلام ویلي و، چې د دغه غورځنګ مشران به د انتقالي ملي حکومت وړاندیز وکړي او هیڅ داسې حکومت به ونه مني چې د دوی له مشورې او ملاتړ پرته جوړ شي.
د زدهکړیالانو د غورځنګ مشرانو وویل، چې په لنډمهالي ملي حکومت کې به د مدني ټولنې په ګډون د ټولو استازیتوب تضمین شي.
د نوبل جایزې ګټونکي ډاکټر محمد یونس په یوه بیان کې ویلي، چې شیخ حسینه واجد د شیخ مجیب الرحمن میراث له منځه یووړ، بنګله دېش اوس خپلواک دی.
بنګله دېش کې یوازې د دوشنبې په ورځ په بلواوو کې ۱۳۵ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
یوازې په تېرو دوو ورځو کې د مړو شمېر ۲۳۱ ته رسېدلی.