د برېتانیا حکومت د وروستیو نارامیو په اړه د ایلان ماسک پر څرګندونو نیوکه کړې

د برېتانیا حکومت په دې هېواد کې د وروستیو نارامیو په اړه د اېکس ټولنیزې شبکې د مالک ایلان ماسک پر څرګندونو نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د نوموړي دا خبرې د توجیه وړ نه دي.

ماسک د هغه ویډیو په غبرګون کې، چې معترضان پر پولیسو د برید په حال کې ښیي، لیکلي و، چې په برېتانیا کې کورنۍ جګړه د مخنیوي وړ نه ده.

د برېتانیا د لومړي وزیر ویاند د ماسک پر خبرو په نیوکې سره وویل: «د دې خبرو په اړه د توجیه وړ هیڅ هم نه شته.»
د نوموړي په وینا، ټولنیزې رسنۍ په داسې شرایطو کې ځیني مسوولیتونه لري، چې باید پرې عمل وکړي.
په وروستیو ورځو کې د برېتانیا په ځینو ښارونو کې د کډوالۍ سیاست پر وړاندې یو شمېر کسانو اعتراضونه کړي، چې له امله یې له پولیسو سره هم ښکېل شوي دي.
دا نښتې تر هغه وروسته پیل شوې، چې په ساوټ پورټ کې د اکسل روداکوبانا په نوم یو اوولس کلن ځوان د ماشومانو د یوګا او نڅا په یو ټولګي برید وکړ، په پایله کې یې درې ماشومان ووژل شول.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې د اتو ماشومانو په ګډون لس کسان ټپیان شوي هم دي.
سره له دې چې روداکوبانا په برېتانیا کې د رواندایي کورنۍ څخه دی، خو له دې پېښې وروسته د برید کوونکي د هویت په اړه ځیني ناسم راپورونه خپاره شول چې ویل شوي و، دغه کس یو مسلمان او غیر قانوني کډوال دی.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې په دې هېواد کې د وروستیو نارامیو له امله تر اوسه ۴۲۰ تنه نیول شوي دي.