کماله هرېس د ډیموکراټ ګوند لهخوا د ولسمشریزو ټاکنو نوماندۍ لپاره ډېرې رایې ترلاسه کړې
د ډیموکراټ ګوند ملي کمیټې مشر د جمعې په ورځ وویل، چې کماله هرېس په رسمي ډول د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماندۍ لپاره له دغه ګوند څخه اړینې رایې ترلاسه کړې دي.
د ډیموکراټ ګوند ملي کمیټې مشر جېم هاریسن وویل:« زه ویاړم، چې د دغې خبرې پخلی وکړم چې هرېس د دغه ګوند له ټولو استازو څخه ډېرې رایې ترلاسه کړې دي.»
هغه وایي، د دوشنبې په ورځ د رایې ورکولو د لړۍ له ختمېدو وروسته به د ډیموکرات ګوند نوماند اعلان کړي.
د رای ورکونې دغه لړۍ د پنجشنبې په ورځ (د اګسټ په لومړۍ نېټه) د برېښنالیکونو له لارې پیل شوه او تر دوشنبې پورې به دوام ولري.
وروسته هرېس د استازو څخه د هغې له ملاتړه مننه وکړه او ویې ویل، چې هغه به په رسمي ډول د شیکاګو په کنوانسیون کې خپله نوماندي ومني.
هغې وویل:« د روانې میاشتې په وروستیو کې، موږ به په شیکاګو کې د یوه ګوند په څېر متحد شو. موږ به دا فرصت ولرو، چې دا تاریخي شېبه په ګډه ونمانځو. موږ به دا ټاکنې وګټو.»