جو بایډن: د اسماعیل هنیه وژل به په غزه کې د اوربند خبرې ټکنۍ او زیانمنې کړي

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې د اسماعیل هنیه وژل به په غزه کې د اوربند خبرې سختې زیانمنې کړي. هغه خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکي کړکېچ په اړه سخت اندېښمن دی.

د امریکا ولسمشر وویل، چې نن یې د اسراییل له لومړي وزیر سره مستقیمې خبرې وکړې او له نتنیاهو یې وغوښتل چې د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو او په غزه کې د اوربند د هوکړې لپاره خبرې وکړي.
د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه د ایران په پلازمېنه تهران کې د توغندیز برید په پایله کې ووژل شو.
د هغه د وژنې سره هم‌مهاله په منځني ختیځ کې روان کړکېچ نور هم زیات شوی دی.
د اسماعیل هنیه مړی نن د قطر پلازمېنې دوحه کې د یو لړ ځانګړو مراسمو وروسته خاورو ته سپارل کېږي.
د اسماعیل هنیه د جنازې مراسم تېره ورځ د تهران په پوهنتون کې د علي خامنه‌یي، د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان، د حماس استازو، د هنیه د کورنۍ د غړو او یوشمېر نورو جګپوړو چارواکو په ګډون ترسره شول.