اسماعیل هنیه په تهران کې په خپل استوګنځي کې ووژل شو
د ایران سپاه پاسداران منلې، چې د حماس د سیاسي دفتر پر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې برید شوی او وژل شوی دی. له هغه سره د نوموړي یو ساتونکی هم وژل شوی دی.
د ایران رسمي خبري اژانس اېرنا د سباه پاسداران د عمومي اړیکو له قوله ویلي، چې په تهران کې د ښاغلي هنیه پر استوګنځی د چهارشنبې په سهار د (زمري په ۱۰مه) «د یو برید » له امله نوموړی وژل شوی دی.
د سپاه پاسداران عمومي اړیکو په دې اړه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره دغه پېښه منلې؛ خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه برید لامل او نور اړخونه تر څېړنې لاندې دي او دوی به یې په اړه وروسته نور جزییات او پایلې هم خپرې کړي.
دغې پئښې ته په لومړیو غبرګونونو کې د العربیه خبري شبکې د یوې باخبره سرچېنې له قوله لیکلي، چې هنیه د یو توغندي په برید کې چې مخامخ پر هغه لګېدلی وژل شوی دی؛ خو تر اوسه نورو سرچېنو په دې اړه څه نه دي ویلي.
حماس په یوې وینا پاڼه کې چې صایرین نیوز خپره کړې، لیکلي چې «د حماس غورځنګ سیاسي مشر د اسراییل په هوايي برید» کې وژل شوی دی.