د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت: د غزې د جګړې یوشمېر ټپیان مو ابوظبي ته لېږدولي

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو د څانګې مشر د سه شنبې په ورځ وویل، چې د غزې د جګړې د لوی شمیر ټپیانو ډکه یوه لویه الوتکه ابوظبي ته رسېدلې ده.

افرا محش الحملي ویلي، چې دا د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د غزې د جګړې د ټپیانو د اېستلو تر ټولو لوی عملیات دي.
د دغه اماراتي چارواکي په وینا، دا عملیات د روغتیا نړۍوال سازمان په همکارۍ ترسره شوي او د دې الوتکې له مسافرینو څخه ۱۴۸ فلسطینیانو اړین طبي خدمات ترلاسه کړل.
مېرمن الحملي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا د غزې د جګړې د سختو ټپیانو د اېستلو ۱۹م عملیات دي چې تر سره کېږي او د متحده عربي اماراتو په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
هغې زیاته کړه، چې په متحده عربي اماراتو کې د درملنې وړ ټپیانو شمېر ۱۶۴۴ تنو ته ورسېد.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، د اسراییلي ځواکونو او فلسطیني ډلې حماس تر منځ د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه په غزې تړانګه کې تر ۳۹ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.