د بښنې نړۍوال سازمان: بنګله دېش دې نیول شوي لاریونوال بې له قیدو شرطه خوشې کړي
د بښنې نړۍوال سازمان عمومي منشي انګېس کالامارد د بنګله دېش له لومړۍ وزیرې شیخ حسینې غوښتي، چې د لاریونوالو پرضد روان کړکېچ پای ته ورسوي.
دغه سازمان په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، بنګله دېش دې د ملګرو ملتونو سره همکاري وکړي چې د لاریون پرمهال د مرګ ژوبلې په اړه بشپړې، اغېزمنې، خپلواکې او بې پرې څېړنې ترسره کړي.
هغې ټینګار وکړ، چې د دوی د موندنو له مخې د لاریون کونکو پر وړاندې له ناقانونه ډزو، پر لاریونوالو د اوښکې بهوونکي ګاز خطرناکه کارول او د امنیتي ځواکونو لهخوا خطرناکې او وژونکې وسلې کارول شوي دي.
دغه سازمان وایي، چې د اعتراض کوونکو ډلهييز نيول او خپلسري توقيف د وېرې فضا نوره هم خوره کړې ده.
دغه سازمان وړاندې ویلي، ټول هغه کسان چې یوازې د سولهییز لاریون په تړاو نیول شوي باید پرته له کوم قیدو شرطه خوشې شي.
د بښنې نړۍوال سازمان تېره ورځ هم ویلي و، چې په بنګله دېش کې د یوې اونۍ په ترڅ کې له ۹۰۰۰ څخه زیات لاریون کوونکي زدهکړیالان نیول شوي دي.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، د لاریون کوونکو زدهکړیالانو ډلهییز نیول او په خپل سري توګه د هغوی بندیانول د هر هغه چا غږ خاموشه کول دي چې د حکومت د ننګونې لپاره غږ پورته کوي.
راپورونه ښیي، چې دغه نیونې په بشپړه توګه سیاسي انګیزه لري.