روغتیايي چارواکي په غزه کې د پولیو د مخنیوي لپاره د سملاسي اوربند غوښتنه کوي
د الجزیرې د راپور له مخې، د غزې د روغتیا وزارت په فلسطین کې د پولیو ناروغۍ له اعلان سره د اسراییل پوځي عملیات یې د دغه ویروس د خپرېدو لامل ګڼلی دی.
دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې دغه وضعیت د غزې او ګاونډیو هېوادونو اوسېدونکو ته روغتیایي ګواښ رامنځته کوي.
دغه وزارت وایي، د تېر اکټوبر راهیسې د اسراییل د جګړې له امله د عامې روغتیا بېړنی حالت خراب شوی.
دغه وزارت د پولیو د لمنځه وړلو لپاره د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.
له بل پلوه د روغتیا نړۍوال سازمان بیا د جمعې په ورځ ویلي و، چې غزې ته د یو مېلیون څخه ډېر د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینونه لېږي.
د دغه سازمان په وینا، د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان د دغې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي او په ځانګړې توګه د دوو کلونو څخه کم عمره ماشومان؛ ځکه چې د واکسین د تطبیق نورماله لړۍ د نهو میاشتو جګړو له امله ګډوډه شوې ده.
ورته مهال د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل، چې په ازمیښتي نمونو کې د پولیو ویروس تر پېژندنې وروسته د غزې په تړانګه کې به ماشومانو ته د پولیو د واکسین کمپاین کې همکاري وکړي.