د بښنې نړۍوال سازمان: د بنګله دېش حکومت دې د لاریونوالو خپلسرې نیونې پای ته ورسوي

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، په بنګله دېش کې د یوې اونۍ په ترڅ کې له ۹۰۰۰ څخه زیات لاریون کوونکي چې ډېر یې زده‌کړیالان وو، نیول شوي دي.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د لاریون کوونکو زده‌کړیالانو ډله‌ییزه نیونه او په خپل سري توګه د هغوی بندي کول د ټولو هغو خلکو په ستوني کې د غږ د وچولو په مانا ده چې د حکومت پر وړاندې د اعتراض غږ پورته کوي.
د راپورونه له مخې دا جوتېږي، چې دغه نیونې په بشپړه توګه سیاسي بڼه لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا اړینه ده چې د بنګله دېش چارواکي د بیان ازادۍ او سوله‌ییزو غونډو ته د خلکو د حقونو درناوی وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، چارواکي باید ډاډ ترلاسه کړي چې هر ډول نیول د نړۍوالو بشري حقونو قانون او معیارونو سره سم پر مخ ځي.
دغه سازمان وایي، د جمعې په ماسپښین د احتجاج سمبالوونکي او همغږي کوونکي ناهید اسلام، اصف محمود او ابوبکر مجمدر په ډاکه کې هغه مهال په روغتون کې ونیول شول چې روغتیایي وضعیت یې ښه نه و.
خو د بنګله دېش د کورنیو چارو وزیر اسدالزمان خان وویل، چې دغه کسان د دوی د خوندیتوب لپاره نیول شوي دي.