پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاریس په المپیک کې د افغان لوبغاړو د ګډون ستاینه کړې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، افغان لوبغاړي د خپل هېواد هغه اتل استازي دي چې په نړۍوالو سیالیو کې یې د خپل هېواد بېرغ رپانده ساتلی دی.

ښاغلي کرزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاریس د ۲۰۲۴ کال په المپیک کې د ځوانانو تر څنګ افغانې پیغلې هم برخه لري چې دا د ټول افغان ولس لپاره د ویاړ ځای دی.
پخواني ولسمشر د افغانستان لوبغاړو ته د پاریس په المپیک کې د زیاتو بریالیتوبونو لپاره هیله‌مندي ښودلې.
د پاریس د ۲۰۲۴ کال په المپیک سیالیو کې شپږ تنه لوبغاړي چې درې تنه یې هلکان او درې تنه نورې یې نجونې دي، په شپږو بېلابېلو برخو کې د افغانستان استازیتوب کوي.
دا رنګه پنځه تنه نور افغان لوبغاړي د المپیک کمېټې د کډوالو په ډله کې برخه لري، چې په ټوله کې د افغان لوبغاړو شمېر یوولسو تنو ته رسېږي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، لنډې ورځې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د المپیک کمېټې ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي و، چې په دغه المپیک کې د افغانو نجونو برخه اخیستنه د افغانستان استازیتوب نه شي کولای او نه دغه کمېټه دغه لوبغاړې په رسمیت پېژني.