طالبان: ترکمنستان فضل محمد صابر د افغانستان سفارت د شارژدافير په توګه ومانه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مِرِداف فضل محمد صابر د دوی د سفارت د شارژدافير په توګه ومانه.

نوموړي په اېکس پاڼه د ښاغلي مرداف له خولې کاږلي، ترکمنستان او افغانستان په پلان کې لري چې سترې پروژې پلي کړي؛ نو ځکه ‏د ډيپلوماټيکو اړيکو د کچې لوړول د دواړو خواوو لپاره اړين دي.
ښاغلي مرداف هیله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو په ګډو ډيپلوماټيکو هڅو سره وکولای شو د ټاپي نل‌ليکې، د ټاپ برېښنا او د تورغنډۍ-هرات ترمنځ د اوسپنې پټلۍ پروژو عملي کار ژر پيل شي.
د ترکمنستان له‌خوا فضل محمد صابر د افغانستان د سفارت د شارژدافير په توګه وروسته له هغه ومنل شو، چې همدا وړمه ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ترکمنستان سفیر سره لیدلي وو او د «ټاپي پروژې د نل‌لیکې» په اړه سره غږېدلي هم وو.