هرېس نتنیاهو ته ګوت څنډنه کړې، چې فلسطین کې د ولسي خلکو پر کړاوونو 'غلې' نه شي پاتې کېدای

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د امریکا د ولسشمر مرستیالې د اسراییل لومړي وزیر ته ویلي، چې په غزه کې د اوربند او ولسي خلکو د کړاوونو د ختمولو لپاره دې هوکړه وکړي.

کمالا هرېس له بنیامین نتنیاهو سره په واشنګټن کې د کتنې پر مهال نوموړي ته خبرداری ورکړی، چې د فلسطینیانو پر کړاوونو غلې نه شي پاتې کیدای.
د رویټرز د راپور له مخې، مېرمن هرېس د امریکا د ولسمشر جو بایډن پرتله د اسراییل له لومړي وزیر سره په ډېره زېږه ژبه خبرې وکړې.
مېرمن هرېس له نتنیاهو سره تر خبرو وروسته په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل: «نور د جګړې د ختمولو وخت رارسېدلی.»
هغې دا رنګه وویل: «موږ نه شو کولای ځانته اجازه ورکړو، چې د خلکو د کړاوونو او دردونو په اړه بې پروا واوسو او زه به هیڅکله هم غلې پاتې نه شم.»
هغې زیاته کړه، چې په دغې کتنه کې یې خپلې ژورې اندېښنې د هغو دوه مېلیونه خلکو د خوړو د نه خوندیتوب او د نیم مېلیونه نورو وګړو په اړه چې په غزه کې د مرګ او ژوند سره غاړه غړۍ دي، په ډاګه کړې.
مېرمن هرېس دا رنګه وویل، نه شو کولای چې د هغو نهیلو ماشومانو د انځورونو لیدونکي پاتې شو، چې په بې‌رحمۍ سره وژل کېږي او دا هم نه شو زغملای چې په تش نس ولسي وګړي د ځانونو د خوندیتوب لپاره له یوې سیمې نه بلې ته د تېښتې په حال کې ووینو، هغه خلک چې د درېیم او څلورم ځل لپاره له یوې سیمې بلې ته د کوچېدو په حال کې دي.
هغې ټینګار وکړ: «موږ نه شو کولای، چې نورې داسې غمیزې ووینو.»
خو کله چې ښاغلی بایډن د نتنیاهو سره غږیده، هغه په غزه کې د بشري ناورین خبره یاده نه کړه.

د غزې اوسېدونکي د اسراییل او حماس تر منځ په نهه میاشتینۍ جګړه کې بشري مرستو ته اړ دي؛ خو اسراییل د دغو مرستو د رسولو مخه ډب کړې ده.
د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې کله چې بایډن له ټاکنیزو سیالیو لاس په سر شو؛ نو مېرمن هرېس وویل چې هغه به د ډیموکراټانو له‌خوا په دغو ټاکنو کې نومانده وي.
د مېرمن هرېس تازه وینا د دې څرګندويي کوي، چې که هغه د نومبر د میاشتې په ټاکنو کې بریالۍ شي؛ نو کېدای شي د اسراییل د لومړي وزیر پر وړاندې سخت دریځ خپل کړي.
خو کتونکي بیا په دې باور دي، چې که مېرمن هرېس واک ته هم رسېږي؛ نو داسې نه برېښي چې د اسراییل پر وړاندې دې د امریکا په سیاستونو کې ژور بدلون رادبره شي.
د اسراییل په سویلي برخو د حماس د اکتوبر د اوومې له بریدونو وروسته، چې له امله یې ۱۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل شول؛ خو فلسطیني سرچېنې بیا وايي له هماغه مهاله بیا تر اوسه له ۴۰ زرو څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو