بایډن نتنیاهو ته ویلي، چې د غزې مسله وروستۍ کړي او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په غزه کې د اوربند د ټینګولو، د مرستو رسولو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو او په پوځي عملیاتو کې د ولسي وګړو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې.

د نتنیاهو سره په دغې لیدنه کې بایډن پر هغه غږ کړی، چې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو په اړه دې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي.
ورته مهال نتنیاهو وايي، په راتلونکو میاشتو کې به د بایډن سره کار وکړي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هغه به د خپلې دورې په پاتې موده کې له جوبایډن سره کار وکړي.
نتنیاهو د بایډن سره د لیدنې پر مهال وویل:« زه غواړم له تاسو څخه د ۵۰ کلن عامه خدمت او د اسراییل دولت لپاره له ۵۰ کلن ملاتړه مننه وکړم او زه تمه لرم، چې په راتلونکو میاشتو کې به ستاسو سره ګډ کار وکړم.»

له بل پلوه بیا د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، چې په غزه کې د اسراییل په ځمکني او هوايي عملیاتو کې تر ۳۹۰۰۰ ډېر کسان وژلي چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

د فلسطیني چارواکو په وینا، د اسراییل دغو عملیاتو د دې سیمې له ۲.۳ مېلیونه ډېر خلک له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو