ترکیې د اسلامي دولت له ډلې سره د اړیکو په تور ۷۲ تنه نیولي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ترکیې ځواکونو په ۱۳ ولایتونو کې په عملیاتو کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې سره د اړیکو په تور ۷۲ کسان نیولي دي.

د– ګورز ۱ - په نوم دغه عملیات د ترکیې د پولیسو د استخباراتو او د تروریزم ضد ځواکونو له خوا همغږي شوي وو.

دوی په استانبول او انقره او همدارنګه د ترکیې په نورو ولایتونو کې عملیات ترسره کړي دي.

ښاغلي یرلیکایا وویل: "موږ به تروریستانو ته په هېڅ ډول اجازه ورنه کړو. زموږ یوازینی هدف دا دی، چې وروستی ترهګر بې له ځنډه بې وسلې کړو".

د یرلیکایا په وینا؛ د عملیاتو په جریان کې، یو شمېر ډیجیټلي وسایل، بهرنۍ او ترکي پیسې هم تر لاسه شوي دي.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې؛ څیړنې ښيي، چې ترکیه افغانستان ته د داعش وسله والو د تګ په یوه ترانزیتي مرکز بدله شوې ده.

د داعش-خراسان هڅه کوي، چې افغانستان کې خپل حضور نور هم قوي کړي او په بیلابیلو موخو بریدونه وکړي.

په دغه راپور کې راغلي، چې په وروستیو کلونو کې ترکي چارواکو په بېلابېلو عملیاتو کې د داعش ګڼ شمېر مشکوک کسان نیولي دي.

د ۲۰۲۳ کال د جولای په میاشت کې د داعش ۱۲ غړي د استانبول په باقشهیر ولسوالۍ کې ونیول شول.

د دوی په منځ کې یو تاجک تبعه سلیم عمروف دوبۍ نه له شړل کیدو وروسته استانبول ته راستون شوی او اوکراین ته یې سفر کاوه چې هرته پر یو کاتولیک کلیسا بریدونه پلان کړي.

راپور کاږي، چې داعش لا هم په نړۍواله کچه یو مهم ګواښ دی.

دغې ډلې د مارچ په میاشت کې د مسکو د کنسرت په تالار کې د یو خونړي برید مسوولیت منلی و، چې ۱۳۷ کسان په کې وژل شوي وو.

د روسي چارواکو له خوا نیول شوي شکمن کسان د تاجکستان وکړي دي، چې ښايي د داعش-خراسان سره تړاو ولري.

نور خبرونه

رادیو