د غزې کړکېچ؛ په غزه کې د اسراییل بریدونو څومره فلسطینیان وژلي؟

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، چې په غزه کې د اسراییل په خپلو ځمکني او هوايي عملیاتو کې تر ۳۹۰۰۰ ډېر کسان وژلي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي او د دې سیمې د ۲.۳ میلیونو ډېر خلک یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.

جګړه د اکټوبر په اوومه هغه مهال پیل شوه، چې د حماس وسله والو له پولې په تېرېدو سره پر اسراییلي سیمو برید وکړ.

اسراییل وايي؛ وسله والو په غزه کې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان وژلي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي او ۲۵۳ نور یې یرغمل کړي دي.

د غزې د روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي، چې د پنجشنبې په ورځ د جولای تر ۲۵ پورې، ۳۹ زره ۱۷۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې روغتیا چارواکي د وژل شویو شمېر څنګه محاسبه کوي؟

د جګړې په لومړیو میاشتو کې د مړو شمېره په بشپړه توګه د شمېرل شویو جسدونو څخه محاسبه شوې وه، چې روغتونونو ته رسېدلي او په معلوماتو کې د ډېری وژل شویو کسانو نومونه او د هویت شمېرې شاملې وې.

د جګړې په اوږدیدو سره د فعالو روغتونونو او کلینکونو شمېر راټیټ شو، چارواکو د وژل شویو کسانو د شمېر لپاره نورې لارې هم غوره کړې.

د می له پیل راهیسې د روغتیا وزارت د ټولو تلفاتو شمېر ناپېژندل شوي جسدونه هم شامل کړل، چې د ټولټال شمېر نږدې درېیمه برخه جوړوي.

د اسراییل له خوا په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د غزې د روغتیا وزارت د بېړنیو عملیاتو د مرکز مشر عمر حسین علي وویل، چې دا هغه مړي دي چې روغتونونو یا طبي مرکزونو ته پرته له شخصي معلوماتو لکه د هویت شمېره یا بشپړ نومونه رسیدلي دي.

دغه وزارت د کورنۍ د غړو له خوا د وژل شویو کسانو په اړه په انلاین توګه خپاره شوي معلومات هم ثبت کړي او کله چې کورنیو د وژل شویو کسانو د هویت شمېرې ذکر کړي؛ نو دغه وزارت یادې شمېرې د وژل شویو د هویت د تثبیت لپاره کارولي دي.‌

ایا د غزې مرګ ژوبله هر اړخیزه ده؟

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، چې د دوی له خوا خپاره شوي ارقام ښايي د ټولو قربانیانو شمېر ونه ښيي، ځکه چې ډېری وژل شوي لا تر خاورو لاندې دي.

د می په میاشت کې اټکل شوی و، چې شاوخوا ۱۰ زره جسدونه لا د خاورو لاندې دي او د تلفاتو په ټولیز شمېر کې نه دي شامل شوي.‌

د لانسیټ طبي ژورنال د درېیو څېړونکو له خوا خپور شوي لیک کې راغلي، چې د جولای په ۵مه د شوي نوی پرمختګ له مخې اټکل کیږي، چې د جګړې له امله رامنځته کېدونکې نا مستقیمه مړینې، د ناروغۍ په څېر خورا ډېرې دي او دا په دې معنا ده، چې د مړینې شمېره د رسمي اټکلونو څخه څو چنده لوړه ده او ممکن د ۱۸۶ زرو څخه پورته وي.

نور خبرونه

رادیو