روسیه بهرنیو بانکونو ته اجازه ورکوي، چې په دغه هېواد کې خپلې څانګې پرانیزي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د روسیې د پارلمان غړو د پنجشنبې په ورځ هغه وړاندیز شوی قانون چې بهرني بانکونو ته به اجازه ورکړي، چې په روسیه کې څانګې پرانیزي، تصویب کړی دی.

د دغه هېواد د مالیې وزارت ویلي، چې تمه لري دغه کار د نړۍوال سوداګرۍ په برخه کې د روسیې ستونزې کمې کړي.

نړۍواله سوداګري د مسکو لپاره وروسته له هغه ستونزمنه شوه، چې پر اوکراین د یرغمل له امله لویدیځو هېوادونو ورباندې بندیزونه ولګول او د سویفټ نړۍوال تادیاتو سیسټم ته یې د روسي بانکونو لاسرسی بند کړ.

د روسیې د مالیې وزارت مرستیال وزیر الیکسي سازانوف د دغه نوي قانون طرحې د وړاندې کولو پر مهال وکیلانو ته وویل: "بدلون د اقتصاد پورې تړلی دی." دغه قانون د پارلمان په ولسي جرګه کې تصویب شو.

د دې لپاره چې دغه وړاندیز شوې طرحه پر قانون بدله شي، باید په پارلمان کې د دوو نورو جرګه‌ګیو له خوا ولوستل شي او د پارلمان په مشرانو جرګه کې تصویب او د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا لاسلیک شي.

سازانوف وویل: "له جوړجاړي پرته د اقتصادي فعالیت ناشونی دی. اوس یو بل میکانیزم وړاندیز شوی چې نړۍوال جوړجاړي ته به اجازه ورکړي."

بهرني بانکونو اوس مهال یوازې په روسیه کې فرعي شرکتونه یا نمایشي دفترونه پرانیزي، نه خپلې رسمي څانګې.

دا قانون به بهرنیو بانکونو ته اجازه ورکړي، چې خپلې څانګې پرانیزي، دغه بانکونه باید د یو میلیارد روبلو زیرمه ولري او بهرني کارمندان یې ۵۰٪ ته محدود وي.

دغه بانکونه به اجازه ونه لري، چې د افرادو لپاره بانکي حسابونو پرانیزي.

سازانوف وویل: "اصلي هدف چې موږ یې د دې قانون له لارې په لټه کې یو د پیسو د دوه اړخیز انتقال ساده کول دي او دا کار د بانکونو د څانګو د جوړېدو له لارې ممکن دی. "

نور خبرونه

رادیو