ایراني چارواکي: د اورګاډي د ټکټونو بیه د کډوالو لپاره نه بلکې د بهرنیانو لپاره لوړه شوې

د ایران د ټرانسپورټي شرکتونو د ټولنې غړي محسن فاتحي زاده د دوشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ) ویلي، چې د اورګاډي د ټکټونو بیې د کډوالو لپاره نه؛ بلکې د بهرنیو لپاره پنځوس سلنه لوړې شوې دي.

ښاغلي فاتحي زاده وویل، چې د بهرنیو سیلانیانو لپاره د اورګاډي د ټکټونو بیه ۵۰ سلنه لوړه شوې ده، نه د هغو کډوالو لپاره چې په ایران کې ژوند کوي.

تر دې مخکې ایراني رسنیو خبر ورکړی و، چې د ریل ټرانسپورټ شرکت (رجا) د بهرنیانو لپاره د اورګاډي د ټکټونو بیه ۵۰ سلنه لوړه کړې ده.

د دغه راپور خپرېدو په ایران کې د افغان کډوالو اندېښنې راپارولې دي.

دوی ویلي، چې په ایران کې کډوال یا بې روزګاره دي او که کار ولري؛ خو لږ معاش اخلي، چې د دوی ورځنۍ اړتیاوې نه پوره کوي.