د امریکا ولسمشر جو بایډن د امریکا د ولسمشرۍ له نوماندۍ لاس پر سر شو
د امریکا ولسمشر جوبایډن د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ له نوماندۍ لاس پر سر شو او ویې ویل، چې په راتلونکو ورځو کې به د امریکا له خلکو سره د خپلې پرېکړې په اړه خبرې وکړي.
پر جو بایډن یو شمېر منقدینو او ځینو ملګرو نیوکه کوله، چې د هغه عمر ډېر شوی او د ولسمشرۍ دروند بار نه شي وړلی.