حزب الله ډلې او په لبنان کې د حماس څانګې د اسراییل په شمال بیا ځلې راکټي بریدونه کړي
د اسراییل پوځ راپور ورکړی، چې حزب الله ډلې او په لبنان کې د حماس څانګې د اسراییل په شمال بیا ځلې راکټي بریدونه کړي، چې د اورلګېدنې لامل شوی دی. د اسراییل پوځ اویلي، چې په دې بریدونو کې حزب الله ډلې کابو ۳۰ توغندي د شمالي جولان په شاوخوا کې توغولي دي.
دغه بریدونه چې نن شنبه مازدیګر مهال شوي، د یو شمېر راکټونو مخه نیول شوې او ځیني نور یې بیا په ازاده فضا کې لګېدلي دي.
له دې سره، په غزه کې د حماس مېشته ډله وایي، چې د دې ډلې لبناني څانګې د الجلیل په لویدیځ کې توغندي توغولي دي.
سره له دې چې ددې بریدونو له امله په ځینو سیمو کې اور لګیدلی، خو ځاني تلفات بیا نه لري.
د غزې د جګړو له پیل راهیسې کابو هره ورځ د اسراییل او حزب الله له لوري پر یو بل بریدونه کیږي او د دې ترڅنګ بیا د غزې په تړانګه کې هم د اسراییل بریدونه دوام لري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونو د شنبې په ورځ د غزې تړانګې پر ګڼو سیمو بمباري کړي، چې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۳۰ کسان یې وژليدي.
یو ډاکټر د شنبې د ورځې د وژل شویو کسانو په اړه وویل، چې په دې برید کې یو ځايي خبریال محمد ابو جاسر، د هغه مېرمن او دوه ماشومان یې هم وژل شوي دي.