په بنګله دېش کې د لاریونونو پرمهال تر دې دمه لږ تر لږه ۱۰۵ کسان وژل شوي دي
په بنګله دېش کې د روانو لاریونونو په ترڅ کې تر دې مهاله لږ تر لږه ۱۰۵ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰۰ ډېر ټپیان دي. د دغه لاریونونو په ترڅ کې یوازې تېره ورځ ۳۲ تنه وژل شوي وو.
دغه لاریونونه تېره میاشت وروسته له هغه پیل شول، چې د بنګله دېش عالي محکمې د دولتي دندو لپاره د کوټې سیسټم بېرته نافذ کړ.
له بل پلوه د بنګله دېش حکومت د دغه هېواد په ځینو برخو کې پر انټرنېټ بندیز لګولی دی.
همدارنګه د بنګله دېش حکومت ښوونځي او پوهنتونونه د پراخو لاریونونو له امله د نامعلومې مودې لپاره تړلي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان بیا وايي، په بنګله دېش کې اسناد ښيي، چې پولیسو د لاریونوالو په وړاندې ناقانونه ځواک کارولی دی.
د دغه سازمان په خبره، د بنګله دېش چارواکو لهخوا د معترضانو پر وړاندې دغه ډول کړنه هېښوونکې ده.
دغه سازمان له حکومته غوښتي، چې د دغو وژنو په برخه کې څېړنې ګروېږنې پیل کړي، عاملینو ته دې سزا ورکړل شي، پر انټرنېټ لګول شوی بندیز دې لرې شي او نیول شوي کسان دې ژر تر ژره بېرته خوشې شي.