ټرمپ: زلنسکي سره مې ژمنه وکړه، چې په اوکراین کې جګړه پای ته رسوم

ډونالډ ترمپ ویلي، له ولادیمیر زلنسکي سره یې «ښه اړیکه» لرله او له هغه سره یې ژمنه کړې چې په اوکراین کې جګړه پای ته رسوي.

زلنسکي هم په اېکس پاڼه له ټرمپ سره د اړیکې ټینګولو ته په اشارې د امریکا له ملاتړه مننه کړې؛ خو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې یې د ټرمپ د ژمنې په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ (د چنګاښ به ۲۹مه) په تروث سوشال کې ویلي و، چې په ټوله نړۍ کې به سوله ټینګه کړي.
د امریکا پخواني ولسمشر په وار، وار ټینګار کړی، چې په ۲۴ ساعتونو کې به د اوکراین لانجه غوڅه کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۸مه) د ډونالډ ټرمپ د دې خبرې په اړه چې ډېر ژر به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي ویلي و، چې هر څه باید په «رښتیني توګه» وارزول شي.
ماریا زاخارووا وویل، ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر مهال په منځني ختیځ کې هم د سولې ژمنه کړې وه؛ خو هغې ته و نه رسید.
هغې د غزې جګړې ته اشاره کړې او د مسلمانو هېوادونو او اسراییل تر منځ یې د ابراهیم پیمان د لاسلیک کولو او د ټرمپ د کړنو په اړه وویل: «هغوی د 'پېړۍ د ستر هوکړه لیک' لپاره ډېر وخت ضایع کړ؛ خو پایلې ته سره ونه رسېدل. خو د بایډن په ولسمشرۍ کې بیا برعکس، یو ستره تاریخي غمیزه رامنځته شوه.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه، چې له ټاکنو مخکې ویناوې او د حکومتي چارواکو وروستۍ کړنې سره باید بېلې کړو.
په دې وروستیو کې د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان، د اروپا د شورا مشرې شارل میشل، ته د یو لیک په استولو ویلي و، چې د اوکراین او روسیې تر منځ د شخړې د کمولو لپاره ډونالډ ټرمپ «تفصیلي و مستدللې» تګلارې لري او هغه چمتو دی، چې که د امریکا ولسمشر شي، د کېیف او مسکو تر منځ به منځګړیتوب وکړي.
په همدې حال کې د ډونالډ ټرمپ دوه تنه وتلي سلاکارانو، په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره تګلاره جوړه کړې؛ که د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالي شي نو دغه تکلاره به پلې کړي.
د رویټرز خبري اژانس (د چنګاښ په ۵مه) په خپل ځانګړی راپور کې لیکلي و، چې د دغې کړنلارې له مخې به امریکا روسیې ته دا خبرداری هم ورکوي چې که د سولې له خبرو اترو سره مخالفت کوي؛ نو واشنګټن به کېیف ته ډېرې نورې وسلې هم په واک کې ورکړي.