د بښنې نړۍوال سازمان: بنګله دېش باید ژر تر ژره د معترضانو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو مخه ونیسي
د بښنې نړۍوال سازمان وایي، په بنګله دېش کې د کوټې په نوم د دندو په وېش کې د اصلاحاتو لپاره لاریونونو کې یوازې پرون ۳۲ لاریونوال وژل شوي دي.
د سوېلي اسیا لپاره د بښنې نړۍوال سازمان د سیمهییز مشر مرستیال بابو رام پنټ وویل، یوازې په یوه ورځ د مرګژوبلې دغې شمېرې سره دا د لاریونوالو لپاره ترټولو خونړۍ ورځ وه.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د وژل شویو کسانو شمېره مخ په زیاتېدو ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بنګله دېش د چارواکو لهخوا د معترضانو پر وړاندې دغه ډول کړنه هېښوونکې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، د اعتراض کوونکو په وړاندې د ناقانونه ځواک کارول د نړۍوال بشري قانون سره په ټکر کې چاره ده.
د بښنې نړۍوال سازمان په وار، وار د بنګله دېش له حکومته غوښتي، چې د لاریونونو د مخنیوي په برخه کې دې بشري حقونو ته درناوی له پامه نه غورځوي.
د خبرپاڼې له مخې، د قانون پلې کوونکې اداره باید سم دلاسه د معترضینو پروړاندې د وژونکي ناقانونه ځواک له کارونې ډډه وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې حکومت دې د دغو وژنو په برخه کې څېړنې ګروېږنې پیل کړي او عاملینو ته دې سزا ورکړل شي.
دغه سازمان د بنګله دېش حکومت لهخوا په پلازمینې ډاکه کې پر انټرنېټ لګېدلی بندیز غندلی او هغه یې د بیان ازادۍ سره په ټکر کې کړنه بللې ده.
دغه سازمان له حکومته غوښتي، چې پر انټرنېټ لګېدلی بندیز لرې کړي او ټول نیول شوي معترضان ژر تر ژره خوشې کړي.