په بنګله دېش کې د لاریونونو پرمهال لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰۰ ډېر ټپیان دي

په بنګله دېش کې د وروستیو لاریونونو پرمهال لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰۰ ډېر ټپیان دي. دغه لاریونونه د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه لا تاوتریخجن شول، چې لاریونیانو د بنګله دېش دولتي خپرونو ته اور واچاوه.

دغه لاریونونه تېره میاشت وروسته له هغه پیل شول، چې د بنګله دېش عالي محکمې د دولتي دندو لپاره د کوټې سیسټم بېرته نافذ کړ.
له بل پلوه حکومت د بنګله دېش په یو شمېر برخو کې د انټرنېټ د بندولو امر هم کړی.
همدارنګه د بنګله دېش حکومت ښوونځي او پوهنتونونه د پراخو لاریونونو له امله د نامعلومې مودې لپاره تړلي دي.

ویل کېږي، دغه لاریونونه د ځوانانو تر منځ د لوړې بې‌کارۍ کچې له امله رامنځته شوي چې د ۱۷۰ مېلیوني هېواد نږدې پنځمه برخه ترې کړیږي.
د بښنې نړۍوال سازمان بیا وايي، په بنګله دېش کې اسناد دا تاییدوي چې پولیسو د لاریونوالو په وړاندې ناقانونه ځواک کارولی دی.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د عیني شاهدانو له خولې لیکلي، چې حکومت د لاریون کوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستی.