د ترکیې د ازمیر هوايي ډګر ته نږدې د اورلګېدنې له امله الوتنې وځنډول شوې

پیګاسس هوايی شرکت د پنجشنبې په ورځ وویل؛ د ترکیې د ازمیر هوايي ډګر ته څېرمه په ځنګلي سیمه کې اور لګېدلی، چې هوايي ډګر یې تړلی او الوتنې یې نږدې ښارونو ته اړولې دي.

دغه شرکت وویل، چې د ازمیر عدنان مینډریس هوایي ډګر په موقتي توګه تړل شوی او دغه ښار ته کېدونکې الوتنې د بوډرم هوایي ډګر ته اړول شوي.

ترکیې په دغه ښار کې د اور وژنې لپاره ۷ الوتکې او ۱۶ چورلکې استول شوي دي.

په همدې حال کې د اور د کنټرول لپاره ۳۵ د اور وژنې لارۍ هم استول شوي دي.

ازمیر د ترکیې یو ګرځندویي ښار دی او د ګرمۍ په موسم که د تېرو وختونو په پرتله ډېر لیدونکي لري.

په دغه اورلګیدنه کې د احتمالي اوښتو زیانونو په اړه تر اوسه کوم ارقام نه دي خپاره شوي.