د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې په اړه د خبرو لپاره اسراییلي پلاوی مصر ته رسېدلی
د مصر او قطر په منځګړیتوب د اسراییل او حماس ترمنځ د غزې په تړانګه کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو هڅې روانې دي او اسراییلي پلاوی د اوربند د هوکړې په اړه د خبرو لپاره مصر ته رسېدلی دی.
خبرې اترې وروسته له هغې په ټپه ودرېدې، چې د المواسي د کډوالو په پنډغالي د اسراییل له برید وروسته له ۹۰ څخه زیات فلسطینیان په کې ووژل شول.
تر دې وړاندې حماس پر اسراییل تور پورې کړی و، چې په غزه کې یې بریدونه زیات کړي چې د اوربند هوکړې ته د رسېدو هڅې یې له خنډ سره مخ کړي.
له بل پلوه هند یو ځلې بیا د منځني ختیځ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ناستې پر مهال په غزه کې د سملاسي او بشپړ اوربند غوښتنه وکړه.
په ملګرو ملتونو کې د هند مرستیال استازی ار رویندرا د یرغمل شویو غیر مشروط خوشې کولو په اړتیا ټینګار وکړ.
هغه د اسراییل او حماس ترمنځ په روانه جګړه کې د ملکي تلفاتوپه اړه اندېښنه څرګنده کړې.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نیټې راهیسې په غزه د اسراییل په بریدونو کې له ۳۸۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، چې په غزه کې د اسراییل د برید له امله د رامنځته شوې ویجاړۍ د پاتې شونو پاکول ښايي ۱۵ کاله وخت ونیسي.