د منځنۍ اسیا هېوادونو ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړل

د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او اذربایجان ځمکنیو او هوايي ځواکونو ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړل. دغه تمرینونه د قزاقستان په پلازمينه کې د چنګاښ له ۱۸مې څخه تر ۲۷مې نیټې پورې ترسره شول او څلور زره پوځيانو په کې برخه اخيستې وه.

د قزاقستان د دفاع وزارت په وینا، د «یووالي» په نوم دغه تمرینونه د زیربناوو د چمتو کولو او ساتنې په هدف له ترهګرو او احتمالي دښمنانو سره د مبارزې په موخه ترسره شول.
د دغو تمرینونو موخه د ناقانونه وسله والو ډلو له منځه وړل وو چې د «خلافت جوړولو» په لټه کې دي. په دغو تمرینونو کې له ۷۰۰ ډوله پوځي وسلو او تجهیزاتو کار واخیستل شو.