د چین په سېچوان ایالت کې په یوه سوداګریز مرکز کې د اور لګېدنې له امله ۸ تنه مړه شوي دي
د چین په سېچوان ایالت کې په یوه سوداګریز مرکز کې د اور لګېدنې له امله ۸ تنه وژل شوي او ګڼ نور په ودانۍ کې بند پاتې دي. د چين نړۍوالې راډيو د خبر له مخې، د سه شنبې په ورځ د سهار په ۶ بجو د سېچوان ایالت په لويديځ کې په يوه سوداګريز مرکز کې اور ولګېد.
له بل پلوه د دغه سوداګریز مرکز په ۱۴ پوړیزې ودانۍ کې د ایسارو کسانو د اېستلو چارې روانې دي.
راپور کې ویل شوي، چې د اور وژنې د سیمهییزې څانګې شاوخوا ۳۰۰ بېړني کارکوونکي او لسګونه موټرونه د پېښې ځای ته لېږل شوي.
د تازه مالوماتو له مخې، اوسمهال د اور لمبې کابو شوې دي.
د چارواکو په وینا، د دغه سوداګریز مرکز له ودانۍ څخه ټولټال ۳۰ کسان ژغورل شوي دي.
دا لا روښانه نه ده، چې څومره کسان لاهم دننه ایسار پاتې دي.