د بشري حقونو څار سازمان: پر اسراییل د حماس په برید کې له «بشري حقونو سرغړونې» شوې دي

د بشري حقونو څار سازمان وایي، چې حماس د اکټوبر په اوومه پر سوېلي اسراییل د برید په ترڅ کې د ملکي وګړو په وړاندې ګڼ جنګي او د «بشریت ضد جنایتونه» ترسره کړي دي.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هغه حکومتونه چې پر حماس ډلې نفوذ لري باید د ملکي یرغمل شویو کسانو په ژر تر ژره خوشې کولو کې پر دغې ډلې فشار راوړي.
د بشري حقونو د څار ادارې په پخوانیو راپورونو کې هم د اکټوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا ګڼې جدي سرغړونې په ګوته کړې دي.
د دغه سازمان څېړنې موندلې، چې د اکتوبر په اوومه د حماس په مشرۍ برید د ملکي خلکو د وژلو او د امکان تر حده د ډېرو خلکو یرغمل کولو لپاره طراحي شوی و.
د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۳ د اکټوبر راهیسې تر ۲۰۲۴ کال جون میاشتې پورې له ۱۴۴ کسانو سره مرکې وکړې، چې په کې ۹۴ یې اسراییلیان او نور یې هغه بهرني وګړي دي چې د اکتوبر د ۷مې برید شاهدان وو.
د فرانس پرېس اژانس د معلوماتو له مخې، د اکټوبر په ۷مه نېټه د ۱۱۹۵ وژل شویو کسانو څخه ۸۱۵ یې ملکي وګړي وو. وسله‌والو ډلو ۲۵۱ ملکي وګړي او د اسراییلو امنیتي ځواکونه یرغمل کړي او غزې ته یې بیولي دي.
د بشري حقونو څار سازمان دې پایلې ته رسېدلی، چې د ملکي وګړو پلان شوې وژنه او یرغمل کول د بشریت ضد جرمونه دي.

دغه سازمان اسراییل ته په اشارې سره ویلي، چې د جنګي جنایتونو ځواب په جنګي جنایتونو ورکول ناسمه کړنه ده.